دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهايران به د امريکا له بنديزونو سره سره خپل دفاعي توان لوړ...

ايران به د امريکا له بنديزونو سره سره خپل دفاعي توان لوړ کړي

ويب ډیسک
د ايران د بهرنیو چارو وزير حسین امیرعبداللهین د نومبر په ۹مه نېټه له خپل فرانسوي سيال ليدریان سره په ټلفوني خبرو کې وويل، چې ايران به د امريکا له بنديزونو سره سره د خپل دفاعي توان د پرمختګ لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي.

نوموړي وویل، چې د خپل دفاعي توان لوړول د ايران قانوني حق دی او پر ايران د امريکا له نویو بنديزونو ښکاري، چې د دغه هېواد کړنې ايران ته د منلو نه دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تهران د ذروي خبرو په اړه جدي رویه لري او د هراړخيز ذروي تړون په خبرو اترو کې به سمدستي بيا ګډون وکړي.

خو له اړوندو خواوو هم دا تمه لري چې خپلې ژمنې پوره کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه