دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخلیل همراز: په هېواد کې امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو ده

خلیل همراز: په هېواد کې امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو ده

ويب ډیسک

د افغانستان د استخباراتو د ادارې رسنیز مسوول خلیل همراز په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په هېواد کې امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی. په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۶۰۰ داعش وسلوال نیول شوي دي.

همراز وایي؛ د داعش ۳۳ مهم غړي په نښتو کې وژل شوي او د دغې ډلې یو شمېر مشران هم تسلیم شوي دي.

خلیل همراز ویلي؛ په وروستیو میاشتو کې ۸۲ انسان تښتوونکي نیول شوي او ۱۲ یرغمل کسان له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.
همراز دا هم ویلي، چې د اسنادو جعل کولو پر تور ۷۶ کسان نیول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه