دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفرانسه پلان لري چې په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو جوړول...

فرانسه پلان لري چې په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو جوړول بیا پیل کړي

ویب ډیسک

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د نومبر په نهمه نېټه وويل چې فرانسه په پام کې لري چې په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو د جوړولو کار بيا پيل کړي.

ماکرون په همدې شپه د فرانسې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انرژۍ د برابرولو او د کرونا وبا د مخنیوي او کنټرول په اړه یوه تلویزیوني وینا وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې فرانسه به د انرژۍ په برخه کې د خپلې اړتيا د پوره کولو او د شنو خونو ګازو د خپرېدو اندازې د کمولو او د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره په راتلونکو څو لسيزو کې په لومړي ځل په خپله خاوره کې د اټومي ریکټورونو د جوړولو کار بيا پيل کړي او د نوې انرژۍ پراختيا ته به دوام ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه