ویب ډیسک
د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد یوې جوړې شوې خبرې ناستې ته ویلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر متقي به د کابینې د وزیرانو په ګډون د یوه پلاوي پر مشرۍ پاکستان ته سفر کوي او هلته به د پولې د تړلو پر مسلو او د مهاجرینو او ټرانزیټ په اړه خبرې وکړي.
دغه راز ذبیح الله مجاهد په هند کې د نننۍ غونډې په ګډون د افغانستان په اړه له غونډو هرکلی وکړ. هغه وویل، چې ا.ا.ا دغو غونډو ته خوشبینه ده او د دې ډول بحثونو په اړه اندېښنه نلري.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پیلوټانو د تېښتې په اړه ویلي؛ د خواشینۍ وړ ده، چې افغان پیلوټان له هېواده وتښتیدل. د افغانستان ملکي او پوځي کسان تر ګواښ لاندې ندي. مونږ او افغانانو ته دا ویاړ دی، چې د افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.


