یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍابراهيم رئيسي: ايران به له خپل دريځ څخه يو ګام هم شا...

ابراهيم رئيسي: ايران به له خپل دريځ څخه يو ګام هم شا ته نه شي

ويب ډیسک
د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د جون په ۹مه نېټه ويلي، چې ځيني هېوادونه په نړيوال سازمان کې خپلې سياسي اغيزې کاروي او د ايران پر ضد اعلاميې او پرېکړه ليکونه خپروي.

ابراهيم رئيسي د دغو هېوادونو کړنې په کلکو ټکو غندلې او په ټينګار يې ويلي، چې ايران به د سیاسي پرېکړو ښکار نه شي او له خپل دریځ څخه به یو ګام هم شا ته نه شي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ شورا د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه په يوې غونډې کې د امريکا، برېتانيا، فرانسې او جرمنۍ په وړانديز ايران ضد يو پرېکړه ليک تصويب کړی او پر دغه هېواد يې نور فشارونه هم راوړي دي.

ايران د دغه پرېکړه ليک سخته غندنه کړې او ويلي يې دي، چې ټينګ متقابل تدبيرونه به ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه