یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زدکړو چمتو کولو په موخه...

د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زدکړو چمتو کولو په موخه یې د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی.‌

ويب ډیسک

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هرات-خواف د اورګاډي پتلۍ دریمې برخې د پاتې چارو او لېږد-رالېږد بیا پیلېدو او د اوسپنې پټلۍ پرسونل ته د مسلکي زدکړو چمتو کولو په موخه یې یو پلاوی ایران ته تللی.‌

دا پلاوی به ایران کې درې ورځې تېروي، چې ټاکل شوې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره هر اړخیزې خبرې وکړي.

پلاوی د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ چارې مخته وړي.

د هرات-خواف د پټلۍ پروژه څلور برخې لري؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دویمه برخه یې له سنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږي.

د هرات-خواف پټلۍ ۲۵۵ کيلومتره اوږدوالی لري چې بالاخره د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر میاشت کې د ایران او افغانستان ترمنځ ۱۰ کاله وروسته رسماً پرانیستل شوه.

افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکرایین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات-خواف پټلۍ فعالېدل یې له ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم نښلوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه