ويب ډيسک
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د امریکا کالیفورنیا ایالت لاس انجلس ښار کې پراخې اورلګېدنې له ۱۳۵ تر ۱۵۰ میلیارد ډالرو پورې زیان اړولی دی.
رویټرز وايي، چې دې اورلګېدنې شاوخوا ۱۰ زره کورونه او ودانۍ ویجاړې کړې.
د مرګ ژوبله دقیق شمېر لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، خو اسوشیټېډ پرېس اژانس ویلي چې لس کسان دې اورلګېدنې کې مړه شوي دي.
امریکا د دې اور مهار کې ناکامه شوې؛ له کاناډا یې مرسته غوښتې.
د کاناډا اور وژونکې ډلې امریکا لاس انجلس ته رسېدلې دي.
دې اور مهار کې د امریکا حکومت ناکامي توند غبرګونونه راپارولي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جوبایډن اداره کمزورې ګڼلې او نیوکې یې پرې کړې.
د یادونې وړ ده، چې امریکا کې وخت نا وخت داسې پراخې اورلګېدنې او طوفانونه رامنځته کېږي، چې د دروند مالي زیان سربېره ډېره مرګ ژوبله اړوي.


