دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګرهار :د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي

ننګرهار :د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي

ویب ډیسک

 ننګرهار چارواکي وايي چې په لالپوري ولسوالۍ کې د یوې ناچاودلې سرګولولې د چاودنې له امله نهه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو له دفتره د جنورۍ په لسمه نېټه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې چاودنه له غرمې مخکې شا او خوا لس نیمې بجې د جوارو پولۍ خرڅوونکي رېړې سره چې ماشومان ترې راتاو ول، شوې ده.

د پېښې یو عیني شاهدانو رسنيو ته وویل چې په وژل شويو کې پینځه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.

عیني شاهد زیاتوي چې ناچاودلې سرګولوله یوه ماشوم د پولیو رېړې ترڅنګ چې ماشومان ترې راتاو ول، په کاڼې ټکوله چې وچاودېدله.

د پېښې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته بیول شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولین د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه