ملګري ملتونه او شریکان یې په افغانستان او سیمه کې له ۲۸ میلیونه سختو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره پلانونه پیلوي
پښتو جرنل
ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه به نن د ګډ غبرګون پلانونه پیل کړي چې هدف یې په افغانستان کې ۲۲ میلونه خلکو ته حیاتي بشري مرستې رسول او په پنځو ګاونډیو هیوادونو کې له ۵.۷ میلونه بېځایه شویو افغانانو او ځایي ټولنو سره مرسته کول دي.
د بشردوستانه او د کډوالو د غبرګون پلانونه په ۲۰۲۲ کال کې د ۵ میلیارد ډالرو څخه ډیر نړیوال تمویل ته اړتیا لري.
د افغانستان خلک په نړۍ کې له تر ټولو چټک ډیریدونکي بشري ناورین سره مخامخ دي. نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی، له ۹ میلیونو څخه زیات خلک بې کوره شوي، میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر برید لاندې دي، بزګران او مالداران د لسیزو تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي او اقتصاد له آزاد سقوط سره مخ دی.
له مرستې پرته، په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دي ځکه چې لومړني روغتیایي خدمتونه له مینځه تللي دي. شخړه کمه شوې، خو تاوتریخوالی، ویره او محرومیت دوام لري چې افغانان یې د پولو په اوږدو کې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې خوندېتوب او پناه غوښتنې ته اړ کړي.
له ۲.۲ میلیونو څخه زیات راجستر شوي کډوال او ۴ میلیونه نور افغانان له بیلابیلو شرایطو سره په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي. دې کار د هغو ټولنو ظرفیت پراخ کړی چې دوی یې کوربه توب کوي، او هغوی هم ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشردوستانه چارو او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکی مارتین ګریفیتس وویل: «په تیر کال کې په افغانستان کې پیښې په چټکۍ سره را منځ ته شوي او د افغانانو لپاره یې درنې پایلې لرلي دي. نړۍ حیرانه ده او د غبرګون لپاره د سمې لارې په لټه کې ده. په همدې حال کې، یو بشپړ بشري ناورین په رامنځته کیدو دی.»
“زما پیغام بیړنی دی: د افغانستان د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ. بشردوستانه ملګري په سیمه کې دي، او دوی له ننګونو سره سره، خپل خدمات وړاندې کوي. له موږ سره مرسته وکړئ تر څو د هغو بشري پلانونو په ملاتړ چې موږ یې نن پیلوو د پراخې لوږې، ناروغۍ، خوارځواکۍ او په نهایت کې د مړینې مخه ونیسو.”
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وویل: “نړېواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوه ناورین د مخنیوي لپاره هر هغه څه ترسره کړي چې کولی یې شي. ځکه دا مسله نه یوازې د کړاوونو لامل کيږي بلکې د هېواد په دننه او ټوله سیمه کې به د لا زیاتو بې ځایه کیدو لامل شي.
په ورته وخت کې، موږ باید د کډوالو او هغو ټولنو د ملاتړ، چې نسلونه یې کوربه توب کړی، په بیړني ډول د غبرګون کچه لوړه کړو. د مهاجرینو اړتیاوې له پامه نه شي غورځول کیدای، او نه هم د کوربه هیوادونو سخاوت یو حتمي امر ګنلې شو. دوی ملاتړ ته اړتیا لري او نن ورته اړتیا لري.
د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان ۴.۴۴ ملیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې تر ټولو لویه بشري غوښتنه ده. که تمویل شي، مرستندویه سازمانونه کولی شي د ژوند ژغورونکي خوراکي توکو او کرنې ملاتړ، روغتیایی خدماتو، د خوارځواکۍ درملنې، بیړنۍ سرپناه، اوبو، روغتیا، محافظت او بیړني تعلیم په برخه کې مرستې تر سره کړي.
د افغانستان د وضعیت د کډوالو غبرګون سیمه ییز پلان د ۴۰ موسسو لپاره چې د ساتنې، روغتیا او تغذیې، د خوړو خوندېتوب، سرپناه او غیر خوراکي توکو، اوبو او روغتیا ساتنې، معیشت او انعطاف، تعلیم، او لوژستیک او مخابراتو په برخو کې کار کوي ۶۲۳ میلیونه ډالرو تمویل ته اړتیا لري.


