ملګري ملتونه: په کابل او هرات کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیول شوې دي

0
70

د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان واکمن حکومت په وروستیو میاشتو کې په کابل او هرات کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ د جامو د اغوستلو د اصولو او له نارینه محرم پرته په عامه ځایونو کې د ګرځېدو د محدودیتونو د سرغړونې په تور نیولې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۸مه، ویلي چې دغه ښځې او نجلۍ د روان کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ نیول شوې یا تر څارنې لاندې ساتل شوې دي.

د یوناما په وینا، په دغو سرغړونو کې د رنګینو ټیکریو او سینګار توکو کارول، د وېښتانو ښکاره پرېښودل او د چادرۍ نه اغوستل شامل دي.

یوناما د ښځو د نیولو، تر څارنې لاندې ساتلو او د نیولو د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د راپور نه ورکولو، د خوندیتوب د اندېښنو او ټولنیز شرم له امله ښايي د دغو پېښو شمېر تر ثبت شوې کچې لوړ وي.

د ملګرو ملتونو پلاوي همدارنګه د ښځو، په ځانګړي ډول د ښځینه دوکاندارانو، پر وړاندې د لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او ګواښونو د پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان واکمن حکومت تر اوسه د یوناما د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د راپور له مخې، د روان کال په جون میاشت کې په هرات کې د ښځو د جامو د اصولو د سرغړونې په تور د نیونو پر ضد یوه نادره لاریون ته ډزې شوې وې. د عیني شاهدانو او یوناما د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان واکمن حکومت په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د اسلامي شریعت د خپل سخت تعبیر پر بنسټ پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې له لومړنیو زده کړو پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو د جامو په اړه اصول او په عامه ځایونو کې د هغوی پر تګ راتګ محدودیتونه شامل دي.

د راپور له مخې، ښځې اړ دي چې په عامه ځایونو کې بشپړ حجاب واغوندي، چې پکې د سر ټیکری، د بدن د پټولو اوږده جامې او د مخ پوښ شامل دي. د دغو اصولو د پلي کولو چارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر مخ وړي.