روسیه د افغانستان او مرکزي اسیا د امنیت په اړه د درېیو سیمه‌ییزو سازمانونو غونډه جوړوي

0
76

روسیه د افغانستان او مرکزي اسیا د امنیتي وضعیت او په سیمه کې د مخ پر زیاتېدو ګواښونو په اړه د خبرو لپاره د یوې ګډې غونډې کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د معلوماتو له مخې، د دغه سازمان، د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو ټولنې (CIS) او د شانګهای د همکارۍ سازمان استازي به د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په مسکو کې سره وګوري.

ټاکل شوې چې ګډونوال د ترهګرۍ، سختدریځۍ، د نشه‌یي توکو د قاچاق او نورو هغو امنیتي ستونزو په اړه خبرې وکړي چې د سیمې پر ثبات اغېز کوي.

د غونډې مهمه برخه به د افغانستان د وضعیت او له هغه سره د تړلو امنیتي ننګونو ارزونې ته ځانګړې وي. د غونډې ګډونوال به همدارنګه د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا او له پولو د اوښتونکو ګواښونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر لارو چارو بحث وکړي.

د راپور له مخې، د وسله‌والو ډلو فعالیتونه، ترهګري، سختدریځي او د نشه‌یي توکو ناقانونه لېږد به د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.