د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یې یوازې ۲۲ میلیونه ډالر برابر شوي دي.
اوچا د اکتوبر پر اتمه ویلي، چې د افغانستان ښوونیز نظام د ښوونکو، درسي خونو او ښوونیزو توکو له کمښت سره مخ دی.
د دغه دفتر په وینا، د نجونو د زده کړو وضعیت لا ستونزمن دی، ځکه هغوی لا هم په منځنیو او لېسو کې د زده کړو له دوام څخه بېبرخې دي.
اوچا د نجونو د زده کړو د بندیز د لرې کولو غوښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه بندیز باید نور دوام ونه کړي.


