د افغانستان د هرات ولايت والي شیخ مولانا اسلام جار له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او لېږد رالېږد د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد او د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود هم ګډون درلود.
د هرات والي ویلي، چې افغانستان په اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو برخو کې پرمختګ کړی او په هېواد کې د بنسټیزو پروژو چارې هم روانې دي. نوموړي د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د لاسته راوړنو یادونه کړې ده.
اسلام جار له ایراني پلاوي غوښتي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې د سرحدي لارو له لارې د سوداګرۍ او لېږد رالېږد پراختیا ته زیاته پاملرنه وکړي.
د نوموړي په وینا، د اسلامکلا، ابونصر فراهی او د نیمروز سرحدي لارې د ورځې او شپې د فعالیت لپاره چمتو دي.
په ورته وخت کې، د ایران د اسلامي شورا غړي محمد محسن زنګانه ویلي، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او لېږد رالېږد پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هرات، فراه او نیمروز له سرحدي لارو څخه د ګټې اخیستنې د زیاتولو لپاره به هڅې وکړي.


