پنجاب حکومت: له پاکستانه نږدې ۲.۷ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

0
68

د پاکستان د پنجاب ایالت د کورنیو چارو اداره وايي، له هغې مودې راهیسې چې پاکستان د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو بهیر پیل کړی، شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان وګړي له دغه هېواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، تر اوسه ټولټال ۲ میلیونه، ۶۸۹ زره او ۲۹۵ افغان وګړي له پاکستان څخه ایستل شوي دي. په دې شمېر کې ۱۴۰ زره او ۴۶۸ هغه افغانان دي چې د پنجاب له بېلابېلو سیمو څخه بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د پنجاب د کورنیو چارو ادارې ویلي، د پاکستان د حکومت د تګلارې له مخې هغه افغان وګړي چې معتبره ویزه ونه لري، په دغه هېواد کې بې‌اسناده اوسېدونکي بلل کېږي.

د ادارې په وینا، په پنجاب کې د افغان وګړو د اسنادو د څېړلو لپاره په استوګنیزو سیمو او بازارونو کې پلټنې روانې دي. بې‌اسناده کسان نیول کېږي او د لنډمهاله ساتنې مرکزونو ته لېږدول کېږي، څو د بېرته ستنولو چارې یې ترسره شي.

د پنجاب چارواکي وايي، اوس مهال په دغه ایالت کې ۳۹ د ساتنې مرکزونه فعال دي چې ۱۸۸ افغان وګړي پکې ساتل کېږي. د دوی په خبره، په دغو مرکزونو کې د بې‌اسناده افغانانو لپاره لنډمهاله استوګنځای، ثبت او افغانستان ته د ستنولو اړوند چارې ترسره کېږي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د «بې‌اسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو» طرحه اعلان کړه. د دې طرحې له مخې له بې‌اسناده بهرنیو وګړو وغوښتل شول چې له پاکستانه ووځي، کنه د ایستلو له بهیر سره به مخ شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دې بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ثبت شوو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو راپورونه هم ورکړل شوي دي. دې ادارې له هغو کسانو څخه د په زور بېرته ستنولو په اړه هم خبرداری ورکړی چې ښايي په افغانستان کې له امنیتي یا نورو جدي خطرونو سره مخ شي.

د پنجاب حکومت وايي، د بهرنیو وګړو د امنیت اړوند څانګه د ایستلو د عملیاتو څارنه او همغږي کوي. چارواکو له خلکو غوښتي چې د بې‌اسناده افغان وګړو، د هویت د اسنادو د درغلۍ او یا نورو مشکوکو فعالیتونو په اړه پولیسو ته خبر ورکړي.