په افغانستان کې د برېښنايي وسایلو د تولید په برخه کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د لېوالتیا د زیاتېدو خبر ورکړل شوی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وايي، د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د روسیې یو شمېر لویو شرکتونو په افغانستان کې د برېښنا د تولید او لېږد لپاره د اړینو وسایلو د جوړولو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د چارواکو په وینا، افغانستان د برېښنايي وسایلو د کورني تولید په برخه کې د میلیونونو ډالرو د پانګونې د راجلبولو وړتیا لري.
اوس مهال د افغانستان برېښنا شرکت د خپلې اړتیا وړ ګڼ شمېر وسایل له بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو، اخلي. د چارواکو په باور، که په کور دننه د دغو وسایلو تولید پراخ شي، د وارداتو کچه به راټیټه او پر بهرنیو تولیداتو تکیه به تر یوه بریده کمه شي.
د خصوصي سکټور استازي هم وايي، د برېښنايي وسایلو د جوړولو په برخه کې پانګونه د هېواد له مهمو اړتیاوو څخه ده. د دوی په خبره، د کورني تولید د پیاوړتیا لپاره باید د پانګونې بهیر چټک شي.
د خصوصي سکټور استازي زیاتوي چې د دې صنعت پراختیا به نه یوازې د وارداتي وسایلو اړتیا کمه کړي، بلکې زرګونو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
اقتصادي شنونکي بیا ټینګار کوي چې د برېښنا د تولید ترڅنګ باید د برېښنا د تولید، لېږد او وېش لپاره د کارېدونکو وسایلو د جوړولو په برخه کې هم پانګونه زیاته شي.
د دوی په باور، د کورني تولید د کچې لوړول کولای شي د برېښنا اړوند وسایل په هېواد کې دننه برابر کړي، د بهرنیو محصولاتو واردات راکم کړي او د برېښنايي وسایلو د تولید لپاره د یوه کورني صنعت د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.


