د امریکا پوځ خصوصي وسلو جوړونکو ته د ازمېښت د مرکزونو د کارولو زمینه برابروي

0
54

د امریکا پوځ وايي، د وسلو د نوې ټکنالوژۍ د ازمېښت بهیر د چټکولو لپاره یې پنځه پوځي ازمېښتي مرکزونه خصوصي شرکتونو ته پرانیستي دي.

د پوځ د چارواکو په وینا، د دې نوښت موخه دا ده چې هغه شرکتونه چې توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې او نور پوځي تجهیزات جوړوي، وکولای شي د خپلو تولیداتو د ازمېښت لپاره ژر پوځي مرکزونو ته لاسرسی ومومي. د چارواکو په باور، دا کار کولای شي هغه اداري ځنډ چې مخکې به یې میاشتې او ان کلونه نیول، د پام وړ راکم کړي.

د امریکا د پوځ د وزیر ډان ډریسکول په وینا، اوس د یوه نوي پوځي محصول د ازمېښت لپاره شرکتونه له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې انتظار باسي. نوموړي ویلي، دا موده د هغو وسلو لپاره کافي چټکه نه ده چې د سرتېرو خوندیتوب او پوځي وړتیاوې لوړولای شي.

د نوي سیستم له مخې، د وسلو جوړونکي شرکتونه کولای شي د انټرنېټ له لارې د ازمېښت مرکز ته د لاسرسي غوښتنه وکړي. د پوځ یو ځانګړی کارکوونکی به له شرکت سره د مرکز د شتون او وخت په ټاکلو کې مرسته کوي. پوځ وايي، هڅه کوي غوښتونکو شرکتونو ته تر ۳۰ ورځو پورې د ازمېښت زمینه برابره کړي.

په امریکا کې د میشیګان ایالت د کمپ ګرېلینګ، د میسیسیپي ایالت د کمپ شېلبي او د یوتا د ډګوې ازمېښتي مرکزونه د دې پروګرام برخه دي. په اریزونا کې د یومې ازمېښتي مرکز یوه پخوانۍ نه‌کارېدونکې ساحه هم بېرته د شرکتونو لپاره چمتو شوې ده.

د امریکا له خاورې بهر په مراکش کې د څو اړخیزو پوځي روزنو په مرکز کې هم د دې نوي سیستم له لارې ازمېښت ترسره شوی. د کووېننټ انډسټریز شرکت د اګست پر شپږمه هلته خپل «انتِم» توغندی وازمویه او د دې سیستم لومړنی کاروونکی شرکت وبلل شو.

د دغه شرکت د چارواکو په وینا، دوی تمه لري چې د ۲۰۲۷ کال له پیل څخه د تولید لپاره چمتو پوځي تجهیزات وړاندې کړي.

د امریکا پوځ وايي، ښايي په راتلونکي کې نور ازمېښتي مرکزونه هم دې پروګرام ته ورزیات شي.

د مهماتو د کمښت په اړه پوښتنې

د نوي پروګرام اعلان په داسې مهال شوی چې په ایران کې د روانې جګړې له امله د امریکا د مهماتو د زېرمو د کمېدو په اړه بحثونه زیات شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار د مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هېواد یې د مهماتو پراخې زېرمې لري او د نوو مهماتو تولید هم روان دی.

خو ځینو امریکايي رسنیو د دفاعي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران پر وړاندې په عملیاتو کې د توغندیو د مخنیوي ځینې مهم سیستمونه د پام وړ کارول شوي دي.

د امریکا پوځ د نوي نوښت اعلان د مهماتو له کمښت سره تړلی نه بولي. د پوځ وزیر ډریسکول هم ویلي چې امریکا تر بل هر هېواد پراخې وسلوالې زېرمې لري او په راتلونکي کې به یې لا پراخې کړي.

سره له دې، د امریکا د دفاعي نوښتونو د ادارې په یوه پروګرام کې ویل شوي چې راتلونکي جګړه‌ییز شرایط به داسې وسلو ته اړتیا ولري چې په پراخه کچه، په لږ لګښت او په چټکۍ تولید شي؛ ځکه اوسني زیرمه شوي مهمات ښايي د اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه ونه کړي.

ځینې پوځي شنونکي هم وايي، یوازې د موجودو وسلو د زېرمو زیاتول بسنه نه کوي، بلکې د نویو او نسبتاً ساده وسلو د چټک تولید لپاره د تولیدي وړتیا پراخول هم اړین دي.

د ازمېښت چټکتیا؛ د پراخې ستونزې یوه برخه

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز یوه سلاکار مارک کانسیان وايي، د ازمېښت مرکزونو ته د خصوصي شرکتونو د چټک لاسرسي زمینه برابرول د وسلو د تولید د پراخولو او د پوځ د وسلو د پېرلو د بهیر د چټکولو له هڅو سره تړاو لري.

د نوموړي په وینا، که شرکتونه د ازمېښت لپاره د مرکزونو د خالي کېدو په تمه میاشتې ونه تېروي، نو نوي پوځي تولیدات کولای شي ژر وازمویل شي او د پوځ د پېرلو بهیر ته داخل شي.

د امریکا پوځ وايي، د دې نوښت یوه برخه د اوکراین له تجربې هم اغېزمنه شوې ده. د پوځ د وزیر په وینا، اوکراین د جګړې د اړتیاوو له امله د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید په برخه کې د خصوصي شرکتونو نوښتونه په چټکۍ پراخ کړي دي.

د امریکا پوځ اوس هڅه کوي چې د وسلو د ازمېښت، ارزونې او پېرلو په بهیر کې هغه اداري خنډونه راکم کړي چې د چارواکو په باور د نویو پوځي ټکنالوژیو د کارونې بهیر ورو کوي.