د یمن حوثي غورځنګ ویلي، چې د سعودي عربستان د جازان په سیمه کې یې د سعودي ارامکو اړوند د تېلو پر چاڼځای د بېپیلوټه الوتکې برید کړی دی.
حوثیانو د یکشنبې په ورځ د برید مسوولیت منلی، چې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د دفاعي هوکړې له لاسلیک دوه ورځې وروسته ترسره شوی دی. د یادې هوکړې له مخې، که له درېیو هېوادونو پر یوه وسلهوال برید وشي، پر ټولو درېیو د برید په توګه به ورته وکتل شي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې جازان کې د تېلو چاڼځای یې په ډرون په نښه کړی دی. د سعودي د انرژۍ وزارت بیا ویلي، چې په چاڼځای کې اور لګېدلی و، خو د پېښې له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.
د جازان چاڼځای د ورځې شاوخوا ۴۰۰ زره بېرله خام تېل پروسس کولی شي.
حوثي چارواکو همداراز ویلي، چې د یمن د سره سمندرګي پر موچا بندر یې د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي. د یمني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اووه کسان وژل شوي او د بندر بنسټیزو تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.
د یمن د ترانسپورټ وزارت ویلي، موچا بندر ملکي تاسیسات دي او د پوځي فعالیتونو لپاره نه کارېږي. د وزارت په وینا، دغه بندر د سره سمندرګي د سوداګریزو سمندري فعالیتونو په برخه کې مهم رول لري.
موچا بندر د بابالمندب تنګي ته نږدې موقعیت لري؛ دغه سمندري لاره سره سمندرګی له عدن خلیج او هند سمندر سره نښلوي او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره له مهمو سمندري مسیرونو څخه ګڼل کېږي.
حوثیانو ادعا کړې، چې په یادو بریدونو کې یې سعودي پوځي مرکزونه او اړوند تاسیسات په نښه کړي دي. سعودي چارواکو تر اوسه د یمن پر اړوندو سیمو د احتمالي بریدونو په اړه څرګندونې نه دي کړي.
د درې اړخیزې دفاعي هوکړې اغېز
د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې دفاعي هوکړه دوه ورځې وړاندې لاسلیک شوې وه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان ویلي وو، چې دغه تړون د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه دی، بلکې د درېیو هېوادونو د امنیت د پیاوړتیا لپاره شوی دی.
فیدان ویلي، که د تړون له مخې پر یوه هېواد برید وشي، د نورو دوو هېوادونو د مرستې ډول او کچه به د ګډو سلاوو له لارې ټاکل کېږي.
تر اوسه د جازان د وروستي برید په تړاو د پاکستان او ترکیې حکومتونو روښانه دریځ نه دی اعلان کړی. د پاکستان پوځ، هوايي ځواک، لومړي وزیر دفتر او د بهرنیو چارو او اطلاعاتو وزارتونو د څرګندونو غوښتنو ته هم سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن په جګړه کې د حوثیانو او سعودي ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې شخړه روانه ده. حوثیانو تېره میاشت هم په سره سمندرګي کې د سعودي پر وړاندې د سمندري بندیز د اعلان خبره کړې وه، خو سعودي عربستان دا ادعا رد کړې وه.
د یمن د سعودي پلوې ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العلیمي ویلي، د حوثیانو وروستي بریدونه نړیوالې ټولنې ته دا اړتیا ورپه ګوته کوي چې د دغې ډلې د بریدونو تر څنګ د هغوی د وسلو او ملاتړ سرچینې هم وڅېړي.
سعودي عربستان هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه بیان هرکلی کړی، چې پکې پر سعودي عربستان او سوداګریزو بېړیو د حوثیانو وروستي بریدونه غندل شوي دي. ریاض له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امنیت شورا د پرېکړو د پلي کېدو او په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره جدي ګامونه واخلي.


