ایراني چارواکو ویلي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو پرېکړه به له هغو بدلونونو سره تړلې وي چې تهران یې د امریکا له لوري غواړي.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي، تر هغه به هرمز تنګی بېرته پرانیستل نه شي، څو امریکا په خپل دریځ او کړنلاره کې بدلون رانه ولي.
د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، تهران د جګړې او بریدونو د درولو، د امریکايي ځواکونو د وتلو، د سمندري کلابندۍ د پای ته رسولو، د جګړې له امله د اوښتو زیانونو د جبران او د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه لري. ایران همداراز غواړي چې کنګل شوې ایراني شتمنۍ هم بېرته ازادې شي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران او مسقط د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د لارې او د هغې د حقوقي سمبالښت په اړه خبرو کې پرمختګ کړی دی.
عراقچي زیاته کړې چې دواړه هېوادونه په لومړي پړاو کې د بېړیو د تګ راتګ لپاره د یوه لنډمهاله مسیر پر جوړولو بحث کوي. د هغه په وینا، دغه مسیر به وروسته د یوه دایمي تګ راتګ د لارې د رامنځته کولو لپاره بنسټ وګرځي.
هرمز تنګی د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ مهمه سمندري لار ده چې د نړۍ د تېلو او نورو انرژۍ د توکو د لېږد په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.


