دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلاول وايي :د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزې یوازې د ساده...

بلاول وايي :د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزې یوازې د ساده ناستو له لارې حل کېدی نشي

ويب ډيسک

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزې یوازې د ساده ناستو له لارې حل کېدی نشي.

هغه د دواړو هېوادونو پر وړاندې د پېچلو مسايلو د حل لارې موندلو پر اړتیا ټينګار وکړ.

بلاول یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ډېر هېوادونه او ځواکونه هلته ناکام شوي دي.

هغه وايي: افغانستان ته په سفر کې د چايو پر څښلو ستونزې نه حل کېږي. ما د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړه. د افغانستان او پاکستان ستونزې د حل وړ دي؛ خو باید وپوهیږو، چې ټولې مسلې د افغانستان تر ادارې لاندې ندي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه