دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر د پاکستان له لومړي...

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي

ویب ډیسک

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر د پاکستان له لومړي وزیر سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې نن (سې‌شنبه، د سرطان ۱۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ دغه مسئلې ته د عادلانه او دوامداره حل‌لارې پر موندلو خبرې اترې کړې دي.

د د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ یا یواین‌ایچ‌سي‌آر د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر له درې میلیونو اوړي، چې له دې ډلې څه کم یونیم میلیون د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري او ۱،۳ میلیون نور ثبت نه دي.

د پاکستان حکومت ویلي، چې اته لکه نور افغانان د افغانستان د تابعیت په نوم کارتونه لري چې پاکستان د افغانستان د پخواني جمهوري نظام په غوښتنه ورکړي وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه