یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيڅنګه تر اوسه افغانی د نورو نړیوالو اسعارو په پرتله د امریکایی...

څنګه تر اوسه افغانی د نورو نړیوالو اسعارو په پرتله د امریکایی ډالر په وړاندی خپل ثبات ساتلی؟

لیکنه: ډاکتر یارمحمد تره کی

د ا.ا د راتګ سره د افغانستان پیسه یا اسعار نه یوازی ثابته پاتی شو بلکه نوره هم مظبوطه شوه. ډیر خلک دی ته حیران دی چی دا څه وجه وه چی افغانی د نورو نړیوالو اسعارو په پرتله د امریکایی ډالر په وړاندی خپل ثبات ساتلی دی. د افغانستان نوی حکومت هم ددی ثبات کریدټ ځان ته اخلی او وایی چی دا ددوی د سمو پالیسیو نتیجه ده.

راځي لږ دی مسلی ته تم شو چه اصلی خبره چیرته ده.

د یوه هیواد د اسعارو ثبات او د هغی د بیی زیات والی او یا کموالی په پنځو فکتورونو تلل کیږی.
1. د انفلاسیون کموالی او د خلکو د اخیستلو د قدرت زیاتوالی
2. د مرکزی بانک له خواه د سود د اندازی زیاتولی
3. د صادراتو او وارداتو انډول برابرول
4. د دولتی (د انکشافی پروژو) پور کموالی او یا زیاتوالی
5. د ډالرو د کسر د پوره کولو لپاره د بهرنیو اسعارو پیرودل
اوس که وګورو دا یو نړیوال فورمول هم د افغانستان په حالت کی برابر نه راځی.
د خلکو د اخیستلو توان ندی زیات شوی. مرکزی بانک سود بالکل بند کړی دی. د صادراتو او وارداتو انډول د تیر په شان غیرمتجانس دی. یعنی مونږ ۸۰٪ واردات لرو او ۲۰٪ صادرات لرو. د طالبانو حکومت د بهرنیو هیوادونو څخه د خپلو بنسټیزو پروژو لپاره کومی منابع ندی اخیستی چی د اسعارو د زیاتوالی سبب شی. او بالاخره د طالبانو حکومت د بهر څخه د خپلو پروژو د کسر د پوره کولو لپاره پور او سود ندی اخیستی.

نو دا څه دلیل دی چی افغانی د ډالرو په وړاندی داسی ثابتی دی؟
ددی د ځواب لپاره باید د اقتصاد تر ټولو ابتدایی قانون ته ولاړ شو.

د عرضی او تقاضا قانون. هر څه چی په بازار کی زیات شی د هغه د خرڅلاو ارزښت را کمیږی. هو ډالر د افغانستان په بازارونو کی زیات شوی دی. په همدی اساس د افغانیو په وړاندی په لږو پیسو بدلیږی.
پوښتنه.

دا څرنګه ډالر زیات شوی دی؟ ډالر نه یوازی زیات شوی دی بلکه د اقتصاد د لږو ګډون کوونکو په لاس کی یی تراکم هم موندلی دی. دلته دوی فورمولی شته. د ډالرو عرضه ډیره شوی ده. له بلی خواه د ډالرو تقاضا او د اخیستنی قدرت لږ شوی دی. دا ولی؟
ا.ا د دوی د حکومت دپیل څخه د څو لارو څخه عواید لری. هغه کومی لاری دی؟

1. تعرفی د کال څه د پاسه ۱.۵ میلیارد ډالره
2. مالیه، د خدماتو فیس او جزیه –د کال څه د پاسه ۱.۵ میلیارد ډالره
3. رویالتی د کانونو د ایستلو او صادراتو څخه څه د پاسه پنځه سوه میلیونه ډالره
4. بهرنی مرستی څه د پاسه ۲.۴ میلیارده ډالره
5. د افغانانو له خوا وطن ته د پیسو لیږل څه د پاسه ۲ میلیارد ډالر (دغه پیسی په غیر مستقیمه توګه د افغانیو بیه لوړوی)

دا ټولی ۷.۹ میلیارده ډالر کیږی. د پرتلی په توګه باید وویل شی چی د جمهوریت په ښو کلونو کی دغه اندازه ۴.۸ میلیارده ډالر وو. په ورته وخت کی د طالبانو د حکومت لګښت (خرچه) د جمهوریت په پرتله ډيره ټیټه ده. د جګړی خرڅ نشته. د معارف خرڅ نیمی دی. د تقاعد خرڅ نشته. د کدرونو د روزنی ، د بهرنیو سفارتونو د ساتنی او لګښت او همداراز د چارواکو د سفرونو خرڅ نشته.
که دا اندازه پیسی بیا وشمیرو نو مونږ ته دا حقیقت را په ګوته کوی چی د طالبانو په لاس کی یوه زیاته اندازه اسعار د نغدو په څير پاتی کیږی او تراکم کوی.

که اوس له بلی خواه مسلی ته وګورو او د هغو کسانو چاڼ وکړو چی عمومآ اسعار اخلی او خرڅوی یی نو وبه ګورو چی دا د افغانستان اتباع او اوسیدونکی دی. دوی بهر ته په سفر نشی تلای چی اسعار واخلی. ددوی تنخواه دومره را ټیټه شوی ده چی د وچی ډوډي او شکنی خرڅ پری کیږی او اضافه پیسی د اسعارو د اخیستلو او زیرمه کولو ته نه پاتی کیږی. خلک د خپلو رخصتیو د تیرولو لپاره بهر ته نه ځي چی اسعار واخلی. خلک د خپلو اولادونو د زده کړو لپاره اسعارنشی اخیستلای. د اسعارو اخیستونکی نور هغه د اخیستلو قوت او قدرت نلری چی په بازار کی ډالر واخلی.
کورنی او بهرنی کمپنی په پراخه توګه په هیواد کی نشته چی اسعار واخلی او خپل تجارت پری وکړی. افغانستان ته تګ راتګ په داسی حالت کی ندی چی د توریزم او سفرونو په نتیجه کی اسعار واخیستل شی.

څرنګه چی د اسعارو خرڅوونکی طالبان دی او دوی افغانیو ته د خپلو ورځنی لګښتونو لپاره اړتیا لری نو مجبوره دی چی ډالر په ډيره کمه بیه خرڅ کړی تر څو د خپلو تجارتی هڅو، دعسکری قطعاتو لګښت،د دولتی چارواکواو د دفترونو لګښت پری کړی.

په لنډه توګه باید وویل شی چی د ډالرو په وړاندی د افغانیو بیه نه د نړیوال بانکی او اسعاری فورمول تر تاثیر لاندی ده بلکه د اقتصاد د ابتدایی اقتصادی قانون یعنی د عرضی او تقاضا د اصولو تر سیوری لاندی دی.

په هغه ورځ چی د خلکو د اخیستنی قدرت زیات شی، بهر ته تګ راتګ زیات شی، د صادراتو او وارداتو انډول برابر او یا څه نا څه متوازن شی نو بیا به د افغانیو او ډالرو نوسانات هم زیات شی او ډالر به په بازارونو کی ګران شی. البته د ډالرو ګران والی یا ارزان والی د سوکالی او ثبات په معنی نه ده. فعال اقتصاد او ژوندی ټولنه په اقتصادی نوساناتو کی ژوند کوی. لکه کب چی په اوبو کی لامبو کوی کله د اوبو د حرکت په خواه او کله د هغه په مخالفت کی وی. خو که اوبه ودریدلی نو بیا کب هم ولاړ وی او کله کله یی په ولاړو اوبو کی سا وخیژی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه