یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي

پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي

ويب ډیسک

د ډاکټر عبدالله عبدالله د آنتاليا دیپلوماسۍ مجمع د ناستې په حاشیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جناب شاه محمود قریشي سره لیدنه

پدې لیدنه کې د سولې د هڅو، د دواړه هېوادونو ترمنځ پر ګډو هڅو او د افغانستان او سیمې په وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

ښاغلي قریشي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، هېواد یې د افغانستان د ستونزې د خبرو اترو له لارې د سیاسي حل لارې پلوی دی، د نظامي یا د طالبانو له لورې د نظامي تسلط پلوی ندی.
نوموړي همدارنګه وویل، پاکستان تیار دی، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي.

ښاغلي قریشي همدارنګه په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې د پاکستان په هڅو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په سیمه کې د پاکستان سیاست بدلون کړی، پاکستان په سیمه کې د اقتصادي اتصال د پراختیا محور تعقیبوي او د دې نظر د تحقق لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات ضروري دی.

د سولې د وروستي وضعیت په تړاو توضیح کې ډاکټر عبدالله عبدالله سولې ته د رسېدو او د امنیتي بدلونونو په برخه کې د افغانانو پر ارادې ټینګار وکړ.
همدارنګه يي د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان رول مهم یاد کړ، او د افغانستان او افغانانو سره د دې هېواد له همکاریو په مننې يي د سولې په هڅو کې د دې پاکستان د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه