یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبهرني اسعار څه دي ..؟

بهرني اسعار څه دي ..؟

 

لیکنه: خان محمد ستانکزی/جرمني

بهرني اسعار چې په دری کې ورته اسعار خارجی، اردو کې غیر ملکی زر مبادلہ او په انګرېزي کې ورته فورېکس یا فارین اېکسچینج (Foreign Exchange) وایي هغه شتمني ده چې د هېوادونو مرکزي بانکونه یې ساتي.

په بهرنیو اسعارو کې د پلورلو وړ بهرني اسناد لکه بانډونه، ونډې یا اسهام او داسې نور شامل دي.

د ونډو وضاحت داسې کولی شو لکه، د ټېسلا کمپني ده چې برقي موټرونه او نور وسایل جوړوي. د ټېسلا کمپنۍ ارزښت ۱۰۰ میلیونه ډالر دی. کمپني خپلې ونډې یا د خپلې کمپنۍ ارزښت ۱۰۰ میلیونه ټوټې کوي او څو زره برخې/ونډې یې خرڅوي. که یو څوک د سټاکس په آنلاین مارکېټ کې د ټېسلا ۱۰۰ ونډې واخلي، معنی دا چې دغه کس په ټېسلا کمپنۍ کې شریک شو، خو د دې کمپنۍ د مالکیت ۱ میلیونمه برخه یې په واک کې شوه چې کولی شي هر وخت یې خرڅه کړي، ګټه یا تاوان په کې وکړي.

بېرته راګرځو بهرنیو اسعارو ته؛ په یادو توکو سربېره ذخیره شوي سره زر، اېس ډي آرز (اېس ډي آر یو ډول نړۍ وال اسعار دي چې آی اېم اېف یې راوباسي څو د دغې موسسې د غړو هېوادونو رسمي ذخیرې پرې تأمین کړي)، او په آی اېم اېف کې د ذخایرو موقف، په کې شامل دی.‌

د بهرنیو اسعارو دغو ذخایرو ته رسمي ذخایر یا نړۍ وال ذخایر یا رسمي نړۍ وال ذخایر هم ویل کیږي.

د بهرنیو اسعارو د ذخیرو لوی هدف دا دی چې په نړۍ واله سطحه د تادیاتو لپاره تکیه پیدا شي، د هېوادونو د کرنسیو یا پولي واحدونو د نرخ ثبات تأمین او د اسعارو د تبادلې د نرخ د خطرونو مخه ونیول شي.

د آی اېم اېف له خوا د یوه خپاره شوي لست په اساس چې انګلیسي ویکیپیډیا خپور کړی او د نړۍ د ۱۹۵هېوادونو او خپلواکو ټاپوګانو نومونه په کې راغلي دي، د چین ولسي جمهوریت تر ټولو ډېرې او کیریباتي جمهوریت تر ټولو کمې د بهرنیو اسعارو زېرمې لري.

د ۲۰۲۲ د جون میاشتې د معلوماتو په اساس، چین د ۳ میلیونه ۲۴۶ زره او ۵۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرني اسعار لري.‌

جاپان د نړۍ دویم هغه هېواد دی چې ډېر بهرني اسعار لري او ارزښت یې ۱ میلیون ۳۱۱ زره او ۲۵۴ میلیونو ډالرو ته رسېږي.‌ د جاپان په هکله معلومات د ۲۰۲۲ د جون په ۳۰مه ترلاسه شوي دي.

سویس یا سویتزرلنډ د نړۍ درېیم هغه هېواد دی چې ډېر بهرني اسعار لري او ارزښت یې ۱ میلیون ۴۲ زره او ۶۶۷ میلیونو ډالرو ته رسېږي. ښایي په دې کې هغه اسعار هم شامل وي چې بهرني شتمن خلک یې د سویس په بانکونو کې جمع کوي.‌

هندوستان څلورم هغه هېواد دی چې ډېر اسعار لري او ارزښت یې ۵۸۰ زره ۲۵۲ میلیونو ډالرو ته رسېږي چې د هغه د سیال پاکستان د اسعارو په پرتله چې په دې لست کې ۷۷م ځای لري او یوازې ۹ زره ۷۱۷ میلیونه ډالر کیږي ۶۰ ځلې ډېر دی.‌

روسیه د نړۍ د بهرنیو اسعارو د ډېرښت په لست کې ۵م ځای لري چې د اسعارو اندازه یې ۵۶۵ زره او ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي، په داسې حال کې چې د روسیې یو تاریخي سیال متحده ایالات د ۲۳۴ زره ۴۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اسعار لري.

که له چین راتېر شو، د افغانستان په نورو ګاونډیانو کې تر ټولو ډېر بهرني اسعار ایران لري چې په لست کې ۳۱م ځای لري او د اسعارو اندازه یې ۸۶ زره میلیونه ډالر یاده شوې ده.

دویم ډېر شتمن ګاونډی ازبکستان دی چې په لست کې ۵۳م ځای لري او د بهرنیو اسعارو ارزښت یې ۳۵ زره ۱۳۹ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

ترکمنستان په ۶۱م مقام او تاجکستان په ۱۲۸ مقام کې راغلي چې په ترتیب سره د ۲۰ زره ۶۰۰ میلیونو او ۱ زر او ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرني اسعار لري.

پاکستان چې له سخت اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دی د ۲۰۲۲ د جولای د ۷ تاریخ د راپور په اساس ۹ زره ۷۱۷ میلیونه ډالري اسعار په دولتي بانک یا سټیټ بینک آف پاکستان کې او څه باندې ۵ زره میلیونه نور په خصوصي بانکونو کې لري.

سټیټ بینک آف پاکستان د ۲۰۲۲ د اپریل د ۱ په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې دغه هېواد د دولتي او خصوصي په شمول ټول د ۱۷.۴۸ میلیاردو یا ۱۷ زره او ۴۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بهرني اسعار لري، خو دا چې د دغه هېواد پولي واحد په تېرو درې میاشتو کې په پرله پسې توګه مخ پر ځوړي روان دی او پاکستان مجبور دی چې بهرني پورونه او د وارداتو قیمتونه تادیه کړي، له دې امله یې د اسعارو ذخیرې هم په کمېدلو دي.

د پاکستان یوه خصوصي تلوېزیون ای آر وای نیوز بېګا شپه په خپل وېب سایټ ولیکل چې د دولتي بانک د اسعاري زېرمو د نقصانونو د لړۍ په وروستۍ کړۍ کې ۳۸۹ میلیونه ډالر نور د دغه بانک له لاسه ووتل او د دولتي بانک د اسعارو اندازه ۹.۳۳ میلیاردو ډالرو ته راښکته شوه.

ای آر وای نیوز د پاکستان د ټولو بهرنیو اسعارو اندازه چې د جولای د ۱۵مې له راپور څخه یې را اخیستې ده، داسې خلاصه کړې چې د دولتي بانک زېرمه ۹ زره ۳۲۸ میلیونه او ۶ لکه ډالر پاتې دي او د خصوصي بانکونو له ذخایرو سره یوځای دغه هېواد ته ۱۵ زره ۲۴۱ میلیونه او ۵ لکه ډالر پاتې دي چې په دې حساب د اپریل له ۱ څخه تر اوسه پورې څه باندې دوه زره میلیونه ډالر په کې کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې جیو نیوز تېره ورځ لیکلي وو چې پاکستان مجبور دی چې د راتلونکي یوه کال په موده کې ۴۱ میلیارده (۴۱ زره میلیونه) ډالر بهرني پورونه تادیه کړي.

افغانستان د پورتني لست په ۷۹ مقام کې واقع دی چې د بهرنیو اسعارو د زېرمو ارزښت یې د ۲۰۲۱ د راپور په اساس ۹ زره ۴۴۶ میلیونه ډالر یاد شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه