ویب ډیسک
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وايي چې سوالګرۍ اوس یو منظم مسلک ګرځېدلی او دا کاروبار په هېواد کې تر ټولو زیات “روزګار” برابروي۔
له رسنیو سره په خبرو کې خواجه آصف وویل چې د سوالګرۍ لپاره اوس باقاعده قراردادیان موجود دي، چې ماشومان، ښځې او جعلي معذوران ګماري او په کروړونو روپۍ ګټي۔
خواجه آصف وویل چې همدغه قراردادي مافیا همدا سوالګر په زرګونو شمېر خلیجي هېوادونو ته لېږي، او دغو خلیجي هېوادونو تنګ راتلو وروسته زموږ ویزې بندې کړې دي۔
نوموړي وویل چې په دې ناوړه کار کې د هوايي ډګرونو د بېلابېلو ادارو کارکوونکي هم شریک دي او پیسې جوړوي۔ په سیالکوټ کې دا خلک زیاتره له جنوبي پنجاب څخه راځي، په هوټلونو کې اوسي او دا کاروبار کوي۔
د دفاع وزیر وویل چې د انتظامیې او پولیسو د وروستیو عملیاتو له امله په دې ناوړه کاروبار کې کمی راغلی، خو د کارروایانو سره سره لا هم د سوالګرو شتون لیدل کېږي۔
هغه وویل چې په سیالکوټ کې په ظاهره ښه او شتمن خلک د دغو سوالګرو قراردادیان دي، او کله چې پر سوالګرو کریکډاون کېږي، همدغه قراردادیان د سفارشي په توګه مخې ته راځي۔
خواجه آصف وویل چې دا ناوړه کاروبار په ټول هېواد کې تر ټولو زیات “روزګار” برابروي، او دا کاروبار د هېڅ ښار په کچه د انتظامیې او پولیسو له سرپرستۍ پرته نه شي کېدای، او له دې کاروبار سره نور ډېر خطرناک او ناوړه جرمونه هم تړلي


