سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاروپایي ټولنی وايي،ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیزبشري...

اروپایي ټولنی وايي،ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیزبشري اصولو نقض دی

ويب ډیسک

د اروپایي ټولنې شورا وایي د تا.لبانو له لوري، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو او بشري اصولو نقض دی.

د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي چې د تا.لبانو له لوري دا تبعیض آمیزه پرېکړه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا پسې خرابوي او ښځې لا ډېرې اسیب پذیره کوي.

شورا همدارنګه ویلي، چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو، نړیوالو متحدینو او هغو افغانانو تر څنګ ودرېږي چې دا پرېکړه یې غندلې ده.

اروپايي ټولنې له تا.لبانو غوښتي چې دا محدودیتونه سمدستي له منځه یوسي او ډاډ رامنځته کړي چې ښځې او نجونې تعلیم او نورو ټولو اقتصادي، ټولنیزو او عامه برخو ته مساوي لاسرسی ولري.

#EU #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه