ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، ټوله نړۍ کې نږدې ۱ ملیارد خلک په یوه ډول رواني ناروغۍ اخته دي.
ښاغلي ګوتریش ویلي، که څه دغه برخه خورا له پامه غورځول شوې خو باید هر څوک هر ځای کې رواني روغتیا خدمتونو ته لاسرسی ولري.
له دې وړاندې د ماشومانو ساتنې سازمان خبرداری ورکړی ؤ چې افغانستان د رواني روغتیا لۀ ناورین سره مخ دی، ځکه دې هېواد کې اقتصادي کړکېچ او د کلونو جګړو د ماشومانو او لویانو په رواني روغتیا بدې اغیزې کړې دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، اټکل کېږي چې افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه او ۴۶۰ زره ماشومان او لویان رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې او خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


