دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغانان خوشې شوي

د کراچۍ له زندانونو ۵۲۴ افغانان خوشې شوي

ويب ډیسک

پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، د کراچۍ له زندانونو د ۵۴ ښځو او ۹۷ ماشومانو په ګډون ۵۲۴ افغان کډوالو خوشې شوي دي.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي.

له دې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) پاکستان څانګې د سند ایالت د کراچۍ په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت ناوړه بللی ؤ او ویلي یې ؤ چې ماشومان او کورنۍ بې له دې چې وضعیت یې په پام کې ونیول شي، باید زندان کې پراته نه وي.

د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د کډوالۍ نوې څپې پیل شوې، چې دغه کډوالو سره د پاکستان حکومت ناسم چلند په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه