دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما وايي :افغانستان د کړکېچ نوي پړاو ته ننوځي.

یوناما وايي :افغانستان د کړکېچ نوي پړاو ته ننوځي.

ویب ډیسک

د یوناما سرپرست د طالبانو لوړو زده‌کړو له وزیر سره لیدنه کې ویلي، افغانستان د کړکېچ نوي پړاو ته ننوځي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) وایي، د دغه بنسټ سرپرست مارکس پوټزل نن شنبه د طالبانو لوړو زده‌کړو له وزیر ندا محمد ندیم سره کتلي.

د یوناما په وینا، دې ناسته کې ښاغلي پوټزل یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز د ژر لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو دغه کړنه ټولو افغانانو ته زیان رسوي.

د یوناما مشر دې وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني او د طالبانو ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره کتلي او له هغوی سره یې د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیزونو په هکله د نړیوالې ټولنې غوښتنې او اندېښنې شریکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک، افغانستان کې د ښځو او نجونو د ژوند وضعیت تر ټولو بد بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د محرومولو سیستماتیکو هڅو له امله اندېښمن دی.

د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز په پرخه کچه اسلامي هېوادونو او بنسټونو غندلې او دغه پرېکړه یې د اسلام ضد عمل بللی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه