یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمارکس پوتزل يو ځل بيا د ښځو په وړاندې د محدوديتونو پر...

مارکس پوتزل يو ځل بيا د ښځو په وړاندې د محدوديتونو پر ليري کولو ټينګار کړى دى٠

ويب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ مرستيال مارکس پوتزل يو ځل بيا د ښځو په وړاندې د محدوديتونو پر ليري کولو ټينګار کړى دى٠
د يوناما د معلوماتو په اساس ښاغلي پوتزل نن يکشنبه طالبانو د امربالمعروف او نهي عن منکر وزارت له سرپرست محمد خالد حنفي سره ليدنه کې ويلي: “د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې وروستي تبعیضي بندیزونه افغانانو ته د ژوند ژغورنې دمرستې رسولو مخه نیسي او د افغانستان اقتصاد ته زیان رسوي.”
بيان زياتوي چې ، د ملګرو ملتونو استازي د افغان ښځو پر زده کړو او په مرستندویه ادارو کې د هغوی پر کار د طالبانو د بندیزونو د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه