دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهالمان کې یو ایرانی د تروریستي توطیې په تور نیول شوی

المان کې یو ایرانی د تروریستي توطیې په تور نیول شوی

ويب ډیسک

په المان کې یو ایرانی د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی دی. د المان د پولیس او څارنوالۍ په حواله، نیول شوي کس په پام کې درلودل چې له کیمیاوي موادو څخه په استفادې څو بریدونه ترسره کړي.

د مونستر او د دوسلدورف د څارنوالۍ دفتر د یکشنبې په ورځ یوې رسنۍ ته ویلي دي چې د کاستروپ- راوکسل په ښار کې یي د زهرجنو موادو د موجودیت له کبله یو کور پلټلی دی.
په دغو عملیاتو کې یو ۳۲ کلن ایرانی د سیانید او ریسین په نوم زهرجنو کیمیاوي موادو په وسیله د تاوتریخوالي ډک یوه اقدام له پاره د تیاري نیولو په خاطر نیول شوی دی.

د تحقیق کوونکو په وینا دا ډول یو برید کولی شي د هیواد امنیت له خطر سره مخامخ کړي. د دوی په باور، شکمن کس د اسلامي انګیزې په اساس د دې برید له پاره تیاری نیولی و. د دغه ایراني سړي سربیره یو بل کس هم نیول شوی دی.

د دغې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ، اصلي تورن کس مخکې تر دې چې د محاکمې تر دایریدلو پورې په بند کې وساتل شي، یوه تحقیق کوونکي قاضي ته وړاندې کیږي.

په دې وروستیو کلونو کې په المان کې د افراطي اسلامپالو له خوا څو بریدونه شوي دي چې د هغو له جملې څخه یو یي په ۲۰۱۶م کال کې د کریسمس پر بازار برید و. په دغه برید کې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او لسګونو نور ټپیان شوي ول. د دې برید دریارلسم قرباني هم له دې پيښې پنځه کاله وروسته د شدیدو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه