دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمري کې د يخ لکبله ۲۱ سیلانیانو ژوند له لاسه ورکړي

مري کې د يخ لکبله ۲۱ سیلانیانو ژوند له لاسه ورکړي

ويب ډیسک

پاکستان ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې د جنورۍ پر اتمه نېټه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په مري کې د بارانونو او د واورو د ورښتونو له وجې دا خلک په خپلو ګاډو کې بند پاتې شوي وو.
حکومتي مرستندویه اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، په مړو شویو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

بل پلو، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جنورۍ پر اتمه، خبریالانو ته ویلي چې په مري او اړونده غريیزو سیمو کې د ګاډو خويیدو او ودانیو د راپریوتو په پیښو کې شاوخوا ۱۹ کسانو ژوند بایللی دی او مري ته تلونکې لارې تړلې پرتې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په مري ښار کې خواو شا ۱۰۰۰ موټرونه پر سړکونو ولاړ پاتې دي او حکومت په سیمه کې د ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، پوځ، پولیس، اېف سي او رینجر ځواکونه او مرستندویه ټیمونه په مري کې په ګاډو کې د بند پاتې کسانو د ژغورنې په هڅو بوخت دي.

د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې هم د بارانونو لړۍ روانه ده او په خال خال ځایونو کې واورې هم شوې دي. د واورو د ورښت له کبله یو شمېر لارې هم تړل شوې دي. تر ټولو زیاتې د ګوادر او کیچ ضلعې ځپلې شوې دي.

که څه هم له بلوچستانه تر دې دمه د بارانونو او د واورو د ورښت له کبله د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي خو په یادو دواړو ضلعو ( ګوادر او کیچ) کې کورونه د باران اوبو اغېزمن کړي او سلګونه کسان یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.

د بلوچستان چارواکي وايي چې د اغېزمنو شویو سیمو خلکو سره د مرستو لپاره یې کار پیل کړی دی.

بل پلو، د پاکستان د نورو برخو په شان په خيبر پښتونخوا کې هم له شاوخوا پينځو ورځو راهيسې د واورو او بارانونو لړۍ روانه ده.

د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې په وينا په غرييزو سيمو کې د واورو او بارانونو له کبله لويې لارې بندې شوې چې دوی يې د بيا پرانيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.

بلخوا د بره دير ډپټي کمېشنر محمد شعیب خان د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې هلته له واورو او بارانونو سره تړليو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او ځينې نور ژوبل شوي دي. د نوموړي په وينا، يو شمېر ودانيو ته هم زيان رسېدلی دی.

د بره دیر اوسېدونکو د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته ويلي چې د واورو له کبله يو شمېر لارې او سړکونه هم تړل شوي دي.

د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره وايي، په غريیزو سیمو کې د لارو پرانيستلو لپاره هلې ځلې کوي او د امدادي کارونو لپاره د ضلعو ډپټي کمېشنرانو ته پیسې ورکړل شوي دي. یادې ادارې پر ولس هم غږ کړی چې د مرستو لپاره دې په خپلو خپلو ضلعو کې د متعلقه چارواکو سره تماس ونیسي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وينا، په دې هېواد کې به د روانو واورو او بارانونو لړۍ د جنورۍ تر نهمې پورې دوام ولري.

په عين حال کې د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونود نظم ادارې ويلي چې اغېزمن کسان د اړينو مرستو لپاره پر ۱۷۰۰ شمېره باندې په وړيا ډول زنګ وهلی شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه