ويب ډيسک
په سوریه کې د بشاراسد د رژیم د ځواکونو پر وړاندې د یاغیانو پرمختګ لاهم روان دی.
اسلامپالو اورپکو پر حمص ښار حملو ته زور ورکړی او څارونکي وايي چې که پر دې ښار بشپړه ولکه ټینګه کړي نو د سوریې له پلازمېنې دمشق سره به د دې ساحلي سیمو چې د بشار اسد پلوي علوي اقلیت پهکې اوسېږي او د اسد متحد هېواد روسیه هلته ځمکنۍ او سمندري اډې لري، ارتباط پرې شي.
په عین حال کې له سیمې څخه سرچینو رویټرز خبري آژآنس ته ویلی چې د سوریې د کردانو په مشرۍ یوه اتحاد چې متحدایالتونه یې ملاتړ کوي، پرون دیر الزور ښار ونیوه.
دا ښار د سوریې په ختیځه بیدیا کې د سوریې د حکومت مهم مرکز بلل کېده.
په تېره یوه اونۍ کې د دې هېواد په شمال لوېدیځ او مرکز کې د حلب او حما له سقوط وروسته دیرالزور درېیم لوی ښار دی چې مخالفین ولکه پرې ټینګوي.
له بلې خوا د سوریې په پوځ کې دوو سرچینو رویترز ته ویلي چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم ائتلاف له عراق سره د سوریې په ګډ سرحد کې ابو کمال سیمې ته ننوتي او په جنوبي ولایت درعا کې هم سیمهییزو وسلهوالو او پخوانيو یاغیانو د ۵۲مې لوا په نوم د سوریې د پوځ لوی مرکز نیولی او یاغي ډلې د اردن د سرحدونو پر لور د پرمختګ په حال کې دي.
دا خبره د یاغي وسلهوالو دوو سرچینو رویټرز آژانس ته کړې ده.


