دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفاریاب کې درې تنه ناڅرګنده وسله والو وژلي

فاریاب کې درې تنه ناڅرګنده وسله والو وژلي

ويب ډیسک

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، شمس الدين محمدي، وويل چې دغه افراد د جمعې په شپه په اندخوی ولسوالۍ کې د مالګې په یوه ګان کې په ډزو ويشتل شوي دي. په دې هکله د آلمان خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي چې تر اوسه د دغې پېښې مسئوليت کوم چا يا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستلی.

د تېر کال په اګست کې وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، د دوی پر ضد ځای ځای ځينې وسله والې ډلې جوړې شوي، خو دغو ډلو تر اوسه پورې د طالبانو خلاف کومې د پام وړ لاسته راوړنې نه دي لرلي.

په دې منځ کې د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې هم پر طالبانو او هم ملکيانو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې د کابل په یوه هزاره ميشته سېمه کې د يو تعلیمي مرکز په منځ کې ځانمرګی بريد وشو چې پکې لږ تر لږه ۵۳ زده کونکي چې اکثریت ېې نجونې وې ووژل شول او له سلو ډير نور ټپیان شول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه