پښتو جرنل
کابل، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۶مه – د افغانستان خلک د اقلیم د ویجاړونکو اټکلونو پر څنډه ولاړ دي. لکه څرنګه چې نن د COP27 د غړو هیوادونو کنفرانس پرانیستل کیږي، په افغانستان کې ملګري ملتونه په هیواد کې د بدلیدونکي اقلیم د ویجاړونکو اغیزو د مخنیوي لپاره د بیړنيو ډله ییزو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کوي چې د اقلیمي اغیزو پر وړاندې خورا لږ چمتووالی لري مګر د اقلیم اړوند ګواښونو لپاره د نړۍ په کچه شپږم ډیر اغیزمن شوی هیواد دی.
افغانستان لا د مخه له پرلپسې طبیعي ناورینونو سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند، معیشت، کورونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی. دغه شته ګواښونه پر کرنیز معیشت د افغانانو له ډیرې اتکا، د افغانستان له ضعیف ایکوسیستم، جدي چا پیریالي تخریب، کمزوري ټولنیز- اقتصادي پرمختګ او له څلورو لسیزو د زیاتو جګړو له اغیزو سره یوځای د اقلیم له اړخه د سختې زیانمننې بستر غوړولی دی. د هیواد په ډیرو برخو کې وچکالي معمول ګرځیدلې، او پرلپسې شدید ورښتونه د سیلابونو او د ځمکې ښویدنې لامل شويدي. دې مسلې نه یوازې دا چې د افغانانو ژوند سخت کړی، بلکې د اقتصادي پرمختیا او د خوړو خوندیتوب یې سخت اغیزمن کړی او د مهاجرت لامل شوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازې مرستیال او د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي ډاکټر رامیز الاکبروف وویل: ” ددغو اقلیمي ننګونو تر ټولو ډیر زیان عامو افغانانو ته رسیږي.“ هغه زیاته کړه: ” دا زړه بوږنونکې ده چې د چاپیریالي ناورینونو ډیر اغیز په ترټولو ډیرو زیان منونکو افغانانو پریوځي. په داسې حال کې چې موږ په دوامداره توګه د لنډ مهاله بحرانونو په اداره بوخت یو او د تطبیق لپاره د کافي تمویل په نشتوالي کې اوږدمهاله انعطاف او تطابق رامینځته کول په زیاتیدونکي توګه ننګونه ده.”
افغانستان لا دمخه د څو کلنې وچکالۍ شاهد دی چې په کلیوالي سیمو کې یې خلک تباه کړي او د روان کال په لومړیو کې سخت سیلابونه د هغه څه یو تصویر و چې احتمال یې و.
په افغانستان کې د چاپیریال د انعطاف او د اقلیم د تطابق پر وړاندې ننګونې ډیرې او بیلابیلې دي، چې سیاسي او د حکومتولۍ مسایل او همدا ډول د مالي سرچینو شتون یې لا پیچلې کړې دي. “د جنګونو، کړکیچونو او په بیلابیل فکر روانې نړۍ – او په افغانستان کې د جګړو په پایله کې، ټول باید د اقلیم بیړني حالت ته د حل لارې دموندلو لپاره سره یوځای شي. زه په افغانستان کې اوسنۍ اداره هڅوم چې د اقلیم د بدلون او د چاپیریال د تخریب ګواښ ته جدي پام وکړي، او د افغانستان له پراخې تنوع څخه په ګټې اخیستنې د افغاني ټولنې د ټولو برخو سره په ګډه د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي. دا به دهر افغان – دیني او ولسي مشران، ښځې او نارینه، سوداګر او بزګران، ځوانان او مشران اړ کړي، چې له هغو ننګونو سره مقابله وکړي چې پر وړاندې یې پرتې دي”.
“او بیا هم، افغان ولس په یوازیتوب سره نشي کولای له دغو ننګونې سره مقابله وکړي. زه په ورته وخت کې نړیواله ټولنه او تمویل کوونکي هڅوم چې د افغانستان لپاره د اوږدمهاله اقلیم د موافقې د ملاتړ په اړه باجراته او نوښتګر فکر وکړي. له سیاسي خنډونو پرته، افغانستان د اقلیمي تمویل څخه بهرنه شي پاتې کیدای. موږ به د لنډ مهاله بشري ټکانونو ځواب ویلو ته دوام ورکړو، مګر موږ باید د تطبیق لپاره لاره هواره کړو. تطابق به ژوند او معیشت خوندي کړي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش پر COP27 کنفرانس غږ وکړ چې د راتلونکې “پریکنده لسیزې” لپاره دګړنديو او زړورو اقلیمي اقداماتو بنسټ کیږدي، چې د هغه په خبره “یا به د اقلیم نړیواله جګړه وګټل شي او یا به وبایلل شي”.
ډاکټر الاکبروف وویل: د افغانستان لپاره اوس اقدام ته اړتیا ده. “موږ انتظار نشو کولی. افغانان د انتظار وخت نه لري. ټولې خواوې دې ګډه زمینه او ګډ لامل پیدا او د یو باثباته راتلونکي افغانستان لپاره دې کار وکړي. موږ باید دا هم روښانه کړو چې دا ستونزه یوازې په افغانستان پورې ځانګړې نه ده، دا یوه لویه سیمه ییزه مسله ده، او اوس په افغانستان کې د څه نه کولو ناکامي به د ټولې سیمې د اقلیمي چارو پر وړاندې د پام وړ خنډ رامنځته کړي.”


