دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتاسې ماته ووایئ کوم دین او شریعت د نجونو تعلیم حرام ګڼي؟

تاسې ماته ووایئ کوم دین او شریعت د نجونو تعلیم حرام ګڼي؟

ويب ډیسک

 

د ايران پېژندل شوی سني عالم مولوي عبدالحميد په زاهدان ښار کې د جمعې لمانځه پر مهال ویلي، د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځيو بندولو دوام سخت اندېښمن کړی دی.

 

دغه نامتو ایراني سني عالم د ښوونځیو دروازو تړل د تنګ نظرو او د هغو کسانو کار بللی چې روښانه منطق نه لري او په تیارو کې دي.

 

نوموړي طالبانو ته په اشارې سره وويل: “ما ته وښایئ چې کوم دين او شريعت د نجونو زده‌کړه حرامه او له شرعي حقوقو يې بې برخې کړي دي.”

 

طالب‌چارواکو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي و، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د داخلېدو اجازه ورکول مناسبو شرایطو ته اړتیا لري او د وضعیت په ښه کېدو سره به دا ستونزه هواره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه