سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسېلابونو له امله په بدخشان ولایت کې له زر ډېرې کورنۍ زیانمنې...

سېلابونو له امله په بدخشان ولایت کې له زر ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، چې د وروستیو سېلابونو له امله په بدخشان ولایت کې له زر ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي.

 

یاد سازمان زیاته کړې چې سېلابونو ځايي مالدارانو ته د څارویو د تلف کېدو او کرنیزو ځمکو د تخریب درانه زیانونه اړولي دي.

 

د شریکو شویو ارقامو له مخې په جرم او بهارک ولسوالیو کې ۱۲ سوه هکټاره کرنیزه ځمکه تخریب او به ۵۰۰ زیات څاروي تلف شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو د خوړ او کرنې ادارې په وینا، د دوی شریکان د احتمالي مرستو د پلان جوړونې مخکې، د لرې پرتو سیمو اړتیاوې ارزوي.

 

د معلوماتو له مخې په بدخشان کې سېلابونو دوه تنه مړه کړي او درې نور یې ټپیان کړي هم دي.

 

د طالبانو پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، چې یو شمېر استوګنځي، سړکونه، کرنیزې ځمکې او نور تاسیسات یا ویجاړ شوي یا هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

 

د یادونې وړ ده چې د یادو سېلابونو له امله د بدخشان ولایت فیض آباد – بهارک لویه لاره هم تړل شوې چې طالبانو یې د پاک کارۍ چارو خبر ورکړی.

# #Afghanistan #Badakhshan #UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه