ویب ډیسک
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش یو ځل بیا په پهلګام کې د اپرېل د ۲۲ مې وسله وال برید غندلی دی.
له دې پېښې وروسته ګوتریش د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې په تېرو څو کلونو کې تر ټولې نازک پړاو ته رسېدلې بللې دي.
په پهلګام پېښه کې ۲۶ هندي سیلانیان په یوه وسله وال برید کې ووژل شول، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې حساسو شېبو کې له دواړو هېوادونو غوښتي، چې له نظامي شخړې ډډه وکړي، ځکه په وینا یې دا حل لاره نه ده.
که څه هم دواړه هېوادونه پر یو بل د پوځي یرغل خبرداري ورکوي، خو لا یې ترمنځ کومه نښته نه ده پیل شوې.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې یې د «عملیاتي چمتوالي» په موخه دوه توغندي هم ازمایلي دي او هند بیا خپلو ځواکونو ته له ځانه د دفاع بشپړ اختیار ورکړی دی.
له دې وړاندې امریکا او ګڼو نورو هېوادونو هم د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې او له پاکستان یې غوښتي، چې هند سره ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
# #India #Pakistan #UN


