ويب ډيسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د یاد هېواد په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په تړاو مشورتي غونډه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې پاکستان په دې ناسته کې ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ ترینګلتیاوې د هند له پاروونکو کړنو رامنځته شوې دي.
پاکستان تور پورې کړی، چې هند غواړي پر پاکستان د پهلګام پېښې پړې اچولو سره خپله دولتي ترهګري او د دغه هېواد دننه او نورو ځایونو کې هدفي وژنې پټې کړي.
د هند او پاکستان کړکېچ په کشمیر کې د پهلګام له پېښې وروسته تازه شوی، چې وسله والو پکې ۲۶ هندي سلانیان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.
د امنیت شورا غړو په سیمه کې وضعیت د لا خرابېدو پر خطر ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې د زغم او تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنیت شورا د غړو د خبرو اترو او تاوتریخوالي کمولو غوښتنې هرکلی داسې مهال کړی، چې تېرو درې ورځو کې یې د عملیاتي چمتوالي په موخه دوه توغندي ازمایلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم اندېښنه څرګنده کړې، که هند او پاکستان تاوتریخوالی زیات کړي، له کنټرول وتلې جګړې لامل کېدای شي.
# #India #Pakistan #UN


