دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا د استازو مجلس یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي...

د امریکا د استازو مجلس یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه غونډه کوي

ویب ډیسک

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یو ځل بیا د دوو متقاعد جنرالانو په حضور کې غونډه کې کوي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې پرون سه‌شنبه د مارچ پنځمه اعلان کړی چې د «ستراتیژیکې ناکامۍ: د بایډن استعفا، د امریکا د جنرالانو او د طالبانو د واکمنۍ» تر سرلیک لاندې به د روان کال د مارچ په ۱۹مه یوه غونډه د مارچ په ۱۹مه جوړه شي.

د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال مارک میلي او د سنتګام پخواني جنرالان دي چې ټاکل شوې د مارچ د ۱۹مې په غونډه کې له افغانستان څخه د امریکا د په بېړه وتلو په اړه څرګندونې وکړي.

د ویلو ده چې په دې اړه مخکنۍ غونډه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په شتون کې وشوه.

له افغانستانه ټول امریکا ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پای کې په داسې ډول ووتل چې ګڼو امریکايي دیپلوماتانو ورته ستراتيژیکه ناکامي بللې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه