یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروان کال د هرې ولسوالۍ لپاره ۵ میلیونه افغانۍ «پراختيايي بودیجه» ځانګړې...

روان کال د هرې ولسوالۍ لپاره ۵ میلیونه افغانۍ «پراختيايي بودیجه» ځانګړې شوې وه.

ویب ډیسک

‏د ۱۴۰۲ مالي کال له پای ته رسېدو وروسته طالبانو ویلي چې؛ روان کال د هرې ولسوالۍ لپاره ۵ میلیونه افغانۍ «پراختيايي بودیجه» ځانګړې شوې وه.

د طالبانو د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې؛ دا بودیجه د «ملي» بودیجې ترڅنګ د هرې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د «جوړولو او بیا رغونې» په موخه ځانګړې شوې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې؛ دغه بودیجه په ولایتونو کې د دوی له سیمه ییزې ادارې سره په همغږۍ په ولسوالیو کې په «خپلواکه» توګه لګول شوې دي.

د طالبانو د مالیې وزارت ادعا کوي چې؛ په ولسوالیو کې یې یو شمېر پروژې بشپړې شوې دي او څه نورې به د روان مالي کال تر پایه بشپړې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه