دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسویلي وزیرستان :له وسله والو سره په ډزو کې دوه امنیتي سرتېري...

سویلي وزیرستان :له وسله والو سره په ډزو کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي

ویب ډیسک

چارواکي وایي، په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي سرتېرو ترمینځ په نښته کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي د جنورۍ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط رسنيو ته وویل چې د چارشنبې (شورو) پر سهار پوځ په شکتوی کې د پټو معلوماتو پر اساس کارروايي وکړه.

د ده په خبره، د عملیاتو پرمهال له وسله والو سره په ډزو کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي او یو بل ژوبل شوی.

چارواکی زیاتوي، وژل شوي وسله وال د تحریک طالبان پاکستان غړي ول خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد وايي، له تحریک طالبان پاکستان سره یې د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی.

تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په منځګړتوب له حکومت سره د نومبر پر نهمه د یوې مياشتې لپاره اوربند کړی وو خو تر ټاکلې مودې وروسته یې و نه غځاوه او دليل یې دا راوړ چې د پاکستان پوځ يې د جنګبندۍ په مهال هم ملګري په نښه کړي دي.

د مشعل راډیو په مننه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه