دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد علي وزیر د مدافع وکیل قادر خان ویلي دي چې د...

د علي وزیر د مدافع وکیل قادر خان ویلي دي چې د رېنجرز ځواک سرتېرو یې پر کور چاپه وهلې

ويب ډیسک

د سیند های کورټ وکیل قادر خان ویلي دي چې د رېنجرز ځواک سرتېرو یې پر کور چاپه وهلې او هلته یې د ده ښځه او ماشومان ځورولي دي.

 

نوموړي د جنورۍ پر اوومه سهار مشال راډیو ته وویل، د رېنجرز ځواک سرتېرو دجنورۍ پر اوومه سهار وختي شاوخوا درې بجې د هغه پر کور د چاپې پرمهال د ده مشر زوی له ځان سره بیولی وو خو وروسته یې خوشې کړ.

 

قادر خان زیاتوي چې د چاپې پر وخت دی په کور کې نه وو. نوموړي دا و نه ویل چې سرتېري یې کور ته ولې ورغلي ول.

 

موږ د قادر خان د دعوې په اړه په کراچۍ کې د رېنجرز ځواک له ویاند سره رابطه وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

 

هلته د زړې سبزي منډیۍ تاڼې د پولیسو یوه چارواکي هم له پېښې ناخبري ښوولې او وايي، په اړه یې معلومات غونډوي. خو د سیند د وکیلانو ټولنې د پېښې غندنه کړې ده او نن (جنورۍ اوومه) یې په دې اړه غونډه هم وربللې ده.

 

د سیند بار کونسل یوه غړي کمال خان نن له  مشال راډيو سره په خبرو کې د پېښې غندنه کړې ده.

 

قادر خان د کراچۍ یو پېژندلی وکیل دی چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې هلته کار کوي. نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر په ګډون د غورځنګ د یوشمېر نورو غړو مدافع وکیل دی.

د‌ مشال راډیو په مننه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه