ويب ډیسک
د امريکا پخوانی ولسمشر خپل دې هدف ته نژدې شوی دی چې غواړي پلويانو ته يې خپله ټولنيزه شبکه »تروت سوشل« يا ټولنیز حقيقت جوړه کړي. له دې لارې هغه خپل خبرونه خپرولی شي.
د ترمپ رسنيو او ټکنالوژۍ ګروپ (TMTG) او يوه بل ملګري شرکت ديجيتال ورلډ اکويزيشن په خبره دغه پيسې د پانګونکو له يوې پراخې ډلې او بېلابېلو بنسټونو څخه سرچينه اخلي، خو نومونه يې په ډاګه نه شول. د ټولنيزې شبکې تر څنګ د ونډو بازار کې يې غړيتوب هم پلان شوی دی.
دغه پيسې د دواړو شرکتونو په حواله له هغو ۲۹۳ مليونو سربېره راځي چې ديجيتال ورلډ په سپتمبر مياشت کې د ونډو په بازار کې د شموليت پر وخت ګټلې دي. ترمپ د هغه وخت راهيسې غواړي خپله ټولنيزه شبکه جوړه کړي چې تويتر او نورو ټولنیزو رسنيو د هغه حسابونه د جنورۍ په ۶مه پر کاپيټول يا د امريکا په سنا باندې تر هجوم وروسته تړلي وو.
دغه ۷۵ کلن سياستوال خپل پلېټ فارم د ټکنالوژۍ د لويو شرکتونو د »زورواکۍ« پر ضد د بديل په توګه اعلان کړی دی. دغه شبکه به د »تروت سوشل« نوم ولري او د راتلونکي کال په پيل کې پرانيستل شي.
ترمپ د متحده آيالاتو په محافظه پالو کې تر اوسه ډېر محبوبيت لري او ښايي وغواړي چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بېرته ودريږي. د متحده آيالاتو دغه پخوانی ولسمشر په ټولنیزو شبکو کې ډېر فعال وو. يوازې په تويتر کې يې ۸۸ ميليونه پلويان درلودل.


