چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بهرمېشتو افغانانو (افغان دایاسپورا) 

د بهرمېشتو افغانانو (افغان دایاسپورا) 

لیک : عبدالغفور لېوال

 

افغان کړکېچ نږدې د نیمې پېړۍ شو. له هېواده د افغانانو د وتلو، مهاجرتونو او بهرمېشتۍ هم نیمه پېړۍ واوښتنه او په ځینو هېوادونو کې دویم او حتی درېیم نسل رالوی شو. په افغانستان کې د جمهوریت سقوط د دغه اوږدمهالي کړکېچ یوه داسې لوړه وه، چې د خورا زیاتو افغان کادرونو او ځوانانو د وتلو یوه لویه څپه یې مخ په بهر وخوځوله.

 

له کړکېچه کړکېچ زیږي. روان سیاسي – اقتصادي کړکېچ د پراخې ډله ییزې کډوالۍ کړکېچ راوپنځاوه. په تېرو شلو کلونو کې روزل شوي تخنیکي افغانان، پوهان، علمي کادرونه، متخصصین، متشبثین، د ملي رهبرۍ وړ شخصیتونه، د فکر و هنر خلک، د کار و تولید ځواک، چې په ټولیزه توګه د هېواد بشري پانګه ده، ګڼشمېر له هېواده یا ووتل او یا هم د وتلو لار و لوری لټوي.

 

دا یوه ملي فاجعه ده.

ملي تفکر، تدبیر او اراده کړلای شي، همدا فاجعه هم په یوه فرصت بدله کړي او هېواد له کړکېچه وباسي.

د افغانستان ربړه نړیواله، سیمه ییزه او کورنۍ ده. په تېرو پنځوس کلنو فاجعو کې د کم شمېر افغانانو له ښکېلتیا ورهاخوا نور بهر مېشتي افغانان د هېوادژغورنې یوازینی ځواک دی، که څه کوي، نو همدوی به یې کوي.

 

پرهمدې بنسټ د بهر مېشتو افغانانو، چې افغان دیاسپورا یې هم بللی شو، مسئولیت دا دی، چې له هره اړخه د خپل هېواد د ژغورنې لپاره په یوه لوی نړیوال ځواک بدل شي او پخپله پوهه، اراده، تجربه او یووالي د هېواد حالت بدل کړي.

دیاسپورا له درېیو برخو جوړه ده: د ملي مشرۍ وړتیا لرونکي شخصیتونه، پوهان و متخصصین و تخنیکي کارپوهان او د کار و تولید ځواک چې د څومره والي له اړخه د هرم قاعده جوړوي.

دوی ټول مهم دي.

د دغو میلیونونو وګړیو د ګډې ارادې لپاره یوه ملي، سیاسي، فرهنګي او عملي مانیفیست ( بیانیه، منشور، کاردود) ته اړتیا شته. په اروپا، امریکا، روسیه، استرالیا، عربي هېوادونو، ګاونډیو او نړۍ نورو هېوادونو کې ټول مېشت افغانان باید پر دغه منشور راټول شي او د منډې له مخې لاندې لومړیتوبونه وټاکي:

۱ـ د افغانانو نړیوال خوځښت، شورا، جرګه، کانګرس…. یا په بل نوم د یوه چتري بنسټ جوړول، چې د ټولو افغانانو ملي اراده په نړیوال کچ تمثیل کړلای شي. تر دې چتر لاندې باید په نړۍ کې د افغانانو خورې ورې شوراګانو، فرهنګي ټولنې،ګوندونه، سیاسي جوړښتونه، کمیونيټۍ، شخصیتونه او سازمانونه راټول شي.

۲ـ د افغانستان په واقعیتونو او حقایقو د نړیوالو د خبرولو لپاره هراړخیز کار Advocacy، ځکه همدا نن سبا له افغانستان سره د نړیوالو چلند له دغه هېواد او خلکو څخه د یوه غلط او بیخي ناسم پېژاند پر بنسټ بڼه مومي، چې په کلکه د افغانانو په تاوان ده.

ګواکې نړۍ دې پایلې ته رسېدلې، چې افغانان د یوه موډېرن، مدني او ولسواک ژوند لرلو استعداد او صلاحیت نه لري، بلکې د منځنیو پېړيو یو مستبد، متحجر، افراطي، خرافاتي، شاتګپال او دودیز ژوند غواړي او نړۍ یې باید همداسې ژوند شرایطو ته پرېږدي. د نړیوالو دا غلط باور باید ورسم کړای شي.

۳ـ د افغانستان ژغورنې د یوه نړیوال صندوق جوړېدل، چې په مټ یې افغان ماشومان ( په هېواد کې دننه یا بهر) ټولې موډېرنې، تخنیکي او لازمې زدکړې ترلاسه کړي، چې همدا نسل بیا سبا هېواد رهبري کړلای شي.

۴ـ دا چتري جوړښت باید د رهبرۍ او مدیریت داسې برید ته ورسیږي، چې بیا ځلې په افغانستان کې ولسواک نظام له فساد، ښویېدنې، پاشلتیا او پرېوتلو څخه وژغورلای شي.

تاریخ ښيي، چې په نړۍ کې دوه درې دیاسپورا ګانو د همداسې هوکړې له برکته لوی ملتونه ژغورلي، چې بېلګې یې شته، که اړتیا یې وه د موډلونو په حیث به یې د دې لیکنې په دوهمه برخه کې معرفي کړو.

تر هغو دې افغانان پر دغو کرښو فکر وکړي او د عملي کولو لپاره یې ښايي پر شونیو لاروچارو بحث راپیل کړو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه