دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما وايي :د ښځو د سينګارتونو د بندېدو په غبرګون کې ويلي،...

یوناما وايي :د ښځو د سينګارتونو د بندېدو په غبرګون کې ويلي، چې ا،ا،ا دې یاد فرمان لغوه کړي

ويب ډیسک

‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر د ت.البانو له لوري د ښځو د سينګارتونو د بندېدو په غبرګون کې ويلي، چې دغه ډله دې ياد فرمان لغوه کړي، ځکه چې پر اقتصاد به منفي اغېز وکړي.

ت.البانو د بندیزونو په دوام دوه ورځې وړاندې د يوه فرمان له مخې، د هېواد پلازمېنې او ولايتونو کې د ښځو پر سينګارتونو بنديز ولګوه.

د يوناما په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ت.البانو له لوري دغه ګام د ښځو د حقونو د ځپلو وروستی اقدام دی، چې ترسره کېږي او په دې سره د ښځينه کار زېږوونکو فرصتونه له منځه ځي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر په وينا، ښځې بايد د هر هېواد د اقتصاد يوه برخه واوسي څو له ناورينونو نه د وتلو لپاره خپله ونډه ولوبوي.

ت.البانو په خپل راتګ سره د افغان ښځو او نجونو د ژوند په بېلابېلو برخو کې بنديزونه ولګول او د بنديزونو دا لړۍ لا هم روانه ده.

‎#UN ‎#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه