دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه‏د امریکا ولسمشریزه ماڼۍ(سپینه ماڼۍ) کې کوکائین موندل شوي دي.

‏د امریکا ولسمشریزه ماڼۍ(سپینه ماڼۍ) کې کوکائین موندل شوي دي.

ويب ډیسک

د امریکا څارګر خدمات وایي، هغه سپین رنګه پوډر چې تېره یکشنبه په سپینه ماڼۍ کې موندل شوي ؤ، کوکائین دي.

دغه ماده د سپینې ماڼۍ د لوېدیزې څانګې په یوه خوندي کاري‌ سیمه کې د معمولي څارنې پر مهال موندل شوي ؤ.

واشنګټن پوست چې د اوروژنې او قانون نافذوونکو سرچینو په حوله دا خبر خپور کړی ویلي یې دي چې په دې اړه لا نورې پلټنې هم روانې دي.

د راپورونو له مخې، د دغه سپین رنګه پوډر د موندلو پر مهال ولسمشر جو باېډن او کورنۍ یې سپینه ماڼۍ کې نه ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې مادې له موندلو وروسته د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د بېړنۍ تخلیې تدابیر اعلان شول او د دغه ماڼۍ شاوخوا سیمې په احتیاطي ډول وتړل شوې.

‎#WhiteHouse ‎#USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه