دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنیوزیلینډ له افغانستان سره نږدې ۶.۸ میلیونه امریکايي ډالر بشري مرسته کوي.

نیوزیلینډ له افغانستان سره نږدې ۶.۸ میلیونه امریکايي ډالر بشري مرسته کوي.

ويب ډیسک

‏د نيوزيلنډ د بهرنیو چارو وزیره نانایا مهوتا وایي، هېواد یې له افغانستان سره نږدې ۶.۸ میلیونه امریکايي ډالر بشري مرسته کوي.

د معلوماتو له مخې دا پيسې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو له لارې هغو کسانو ته ځانګړې کېږي چې له وخیم بشري وضعیت سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې مرسته شوې پيسې به د خوړو، روغتیا، کرنې، ماشومانو روغتیا او رواني ملاتړ په برخو کې مصرف شي.

نيوزيلنډ د افغانانو د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې د بشري حقونو او خصوصاً د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ت.البانو له لوري د افغانو ښځو پر تعلیم، ټولنیز او سیاسي مشارکت او کار بندیز یې په افغانستان کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل بللی دی.

نيوزيلنډد ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې افغانستان سره نږدې ۲۴ میلیونه نیوزلنډي ډالر مرسته کړې ده.

‎#NewZealand

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه