یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمودي وايي ،باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو...

مودي وايي ،باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

ویب ډیسک

‏د هند صدراعظم نریندرا مودي چې نن سه‌شنبه د شانګهای د همکارۍ سازمان د انلاین غونډې کوربه دی، په دې غونډه کې یې ویلي، موږ باید د افغانستان د سوکالۍ او دغه هېواد ته بشري مرستو رسولو په برخه کې هلې ځلې وکړو.

هغه د خپلې وینا پر مهال د شانګهای د همکارۍ سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سولې لپاره د ګواښ پر وړاندې ودرېږي.

مودي همداراز ټینګار کړی چې باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره وکارول شي.

بله خوا د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شانګهای په سرمشریزه کې ویلي، هېواد یې “د افغانستان د مظلوم ملت کډوالو په برخه کې د خپلې عادلانه ونډې څخه ډېر کوربه دی.”

د شانګهای سازمان۲۳مه سرمشریزه چې د هند په مشرۍ نن په انلاین بڼه پیل شوې په کې د چین، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان، ایران او ازبیکستان مشرانو ګډون کړی دی.

‎#Shanghai ‎#Afghanistan ‎#India ‎#Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه