دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد هند په یو معبد کې د انسان د قرباني کولو په...

د هند په یو معبد کې د انسان د قرباني کولو په تور پنځه تنه نیول شوي

ويب ډیسک

د هند پولیسو د هندوانو په یو معبد کې د یوې ښځې د «قرباني کولو» په تور پنځه تنه نیولي دي.

د هند د شمال ختیځ ګوواهاټي ښار په دغه معبد کې د ۶۴ کلنې شانټي شاو مړی په ۲۰۱۹ کې په داسې حال کې وموندل شو چې سر یې له تنې پرې شوی وو.

بارا وویل چې ددې ډلې ۵۲ کلن مشر، پراډیپ پاټک، د خپل مړ شوي ورور د لومړي تلین په مناسبت ددې ښځې د قرباني کولو بندوبست کړی دی.
هغه وویل: “تورن کس ظاهرا فکر کاوه چې دا قرباني به یې د ورور روح ښاد کړي.”

د هند د جنايي جرمونو د ثبتولو ملې ادارې د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د انسان د قرباني کولو ۱۰۳ پېښي ثبت کړي دي.

د خدایانو د خوشحالولو دپاره دا ډول وژنې زیاتره د هند په لیرو پرتو قبایلي سیمو کې پیښیږي چې په سحر او جادو باندې د خلکو عقیده عامه ده.

تېر کال په نوي ډیلي کې دوه ساختماني کارګران د یو شپږ کلن هلک د وژلو په تور ونیول شول.

تورنو کسانو پولیسو ته وویل چې دا هلک یې د هندوانو خدای شیوا ته ددې دپاره قرباني کړ چې دوی مالدار شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه