دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد هند په خټه افغان لوبغاړی سلیم درانی ومړ

د هند په خټه افغان لوبغاړی سلیم درانی ومړ

ويب ډیسک

د هندوستان پخوانی الراونډر سلیم دراني چې د میچ ګټلو وړتیا لپاره پیژندل کیدو، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل په دويمه) د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو. دراني په خټه افغان وو او په کابل کې زیږیدلی وو.

درانی، کیڼ لاسی توپ وهونکی او کیڼ لاسی سپینر یا ورو توپ اچوونکی وو چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۳ کلونو ترمنځ یې د هند لپاره ۲۹ ټیسټ لوبو کې ټولې ۱۲۰۲ منډې کړي او ۷۵ ویکټې یې اخیستي دي.

د اي اس پي ان کریک انفو ویبپاڼې په حواله چې د لوبو په هکله خبرونه خپروي، درانی ناروغ وو او په دې وروستیو کې یې یو لړ عملیات هم کړي ول.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سلیم دراني “د کرکټ افسانوي” لوبغاړی بللی دی.

سلیم درانی لومړنی کرکټر و چې د ارجونا جایزه یې ترلاسه کړه، داسې جایزه چې په هند کې د سپورت دوهم لوړ ویاړ بلل کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه